پرس ټی وی راپور ور کړ، دبحرین ځواکونو د چورلکو په ملاتړ سره ، په پنځو کلیو کې په مظاهره کونکو ډزې وکړې. همداراز فرانسې خبری آژانس هم راپور ورکړ، حکومتی ځواکونو په صنعا کې هم په مظاهره کونکو حملې کړی چې پکې دوه تنه وژل شوی او زیات شمیر نور هم ژوبل دی. مظاهره کونکو هم دځواکونو په لارې کې خنډونه رامنځته کړی دی. مظاهره کونکو ویلی چې دغه هیواد ته د عربستانی ځواکونو ورتګ په هیواد یې تیری دی او دغه ځواکونه به هم زمونږ په ارادې کې بدلون را نه ولی.