بېرته
بغلان کې 7 وسله والو طالبان ووژل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/12/29 0:0د خبر شمېره: 4552سرچینه: ایرکا خبری آژانس
تېره شپه بهرنیو ځواکونو د بغلان په بورکې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال 7 وسله وال طالبان وژلی دی.
د بغلان د بورکې ولسوال حاجې سنګین وویل، چې بهرنیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ د پلول په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځاى چاپه اچولې، چې په ترڅ کې ېې 7 تنه وسله وال طالبان وژلی دی.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته ویلی، چې په یادوعملیاتو کې، چې څو ساعته ېې دوام درلود، بهرنی ځواکونه د دوی د ملګرو له سخت مقاومت اوغبرګون سره مخ شوی وو.
نوموړی ادعا وکړه، چې د نښتې په ترڅ کې یې 5 بهرنیان وژلی او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړی دی.
مجاهد خپل لوری ته هم زیان اوښتل رد نه کړل او زیاته یې کړه، چې په یادوعملیاتو کې د دوی 7 کسان وژل شوی دی.