بېرته
تېر کال له ټولو زندانونو څخه 3554 تنه خوشې شوی
د خپرېدو نېټه: 1390/01/01 0:0د خبر شمېره: 4577سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د تېر لمریز 1389 کال په جریان کې د هېواد له ټولو زندانونو څخه 3554 بندیان خوشې شوی.
دغه کسان، چې د بېلابېلو جرمونو له کبله زندانی شوی وو، د جمهور رئیس د فرمانونو او ځانګړی کمېسیون په هڅو خوشې شوی دی .
په اړه یې د عدلیې وزیر حبیب الله غالب رسنیو ته وویل، چې له دې جملې څخه 700 تنه یې له باګرام زندانه او پاتې یې د هېواد له نورو زندانونو څخه، چې 119 تنه یې ښځې دی، خوشې شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تېر 1389 کال په جریان کې د ملی او مذهبی ورځو په مناسبت د جمهور رئیس د فرمانونو له مخې د شاوخوا 5000 تنو بندیانو، چې 140 تنه یې ښځې دی، د بند په موده کې کموالى راغلى دى.
نوموړی زیاته کړه، چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې 20 زره تنه د بېلابېلو جرمونو له مخې بندیان دی.