بېرته
ایساف ځواکونو د خپل یوه سرتېری د وژل کېدو خبر ورکړ
د خپرېدو نېټه: 1390/01/01 0:0د خبر شمېره: 4579سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) نن د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د هېواد په جنوب کې د بمی چاودنې په پایله کې د خپل یوه سرتېری د وژل کېدو خبر ورکړ.
که څه هم سرچینې د وژل شوی سرتیری هویت او د وژل کېدو کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو باید وویل شی، چې د هېواد په جنوب کې ډېرى امریکایی، برتانوی، کاناډایی او ډېنمارکی سرتیری مېشت دی.
په دې سره په روان میلادی کال کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېره 92 تنو ته ورسېده، چې ډېرى یې امریکایان دی.