بېرته
دافغانستان ځای امنیتی دځینو سیمو چارې په لاس کښې اخلی .
د خپرېدو نېټه: 1390/01/02 0:0د خبر شمېره: 4595سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان ځای امنیتی دځینو سیمو چارې په لاس کښې اخلی .
زمونږ خبریال وای دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی به نن هغه لومړنۍ سیمې اعلان کړی چې امنیتی چارې به یې ځای امنیتی ځواکونه له ناټو پوځیانو په لاس کښې واخلی .
دغه چاره به ددې سبب شی چې خارجی ځواکونه ته به اجازه ملاو شی چې د 2014 میلادی کال تر اخره پورې له افغانستانه ووځی .
دافغانستان د ولسمشر کرزی اعلان په داسې حا ل کښې کیږی چې دناټو ترمشرۍ لاندې ځواک ته دعسکرو برابرونکو هیوادونو چې له یو بل سره اختلافات هم لری تیر کال موافقه کړی وه چې دجنګی سیمو کنټرول دافغانستان پوځیانو ته و رکړی او دلویدیځ پوځیان یوازې دملاتړ رول ولوبوی .
ځینې شناندی په افغانستان کښې رشوت ته په اشارې سره وای څرنګه چې په افغانستان کښې اوس هم ډیر تاوتریخوالی روان دی دغه شکونه شته چې دافغانستان ملی امنیی ځواکونه څومره چمتووالی لری چې چارې په لاس کښې واخلی او دغه راز دافغانستان ځینی پوځی قوماندان شکایت لری چې ملی پوځ سرچینې نلری .
دکړکیچ نړیوالې ډلې چې یوه تحقیقاتی ډله ده وای څرنګه چې په افغانستان کښې تاوتریخوالی زیات شوی دی دافغانستان ملی امیتی ځواکونه دطالبانو په وړاندې کمزوری ثابت شوی دی .
دغه ډله وای چې افغانستان همدا اوس یو هیړ ملی امنیتی ستراتژۍ نلری او دافغانستان پوځ او پولیس په خطر ناک ډول ویشل شوی او ډیر سیاسی شوی دی .
ویل کیږی هغه سیمې چې دروان میلادی کال په جولاۍ میاشتې کښې په لومړی پړاو کښې دافغانستان پوځیانو ته سپارل کیږی په جنوب کښې له سختو جنګونو لیرې دی .
په دغو سیمو کښې په مرکز کښې دبامیان ولایت ، په شمال ختیځ کښې دپنجشیر سیمه او دکابل او لغمان ختیځو ولایتونو ځینې سیمې او دغه راز په شمال کښې دمزار شریف او په لویدیځ کښې دهرات ولایت سیمې شاملې دی .
خو ځینې راپورونه سپارښتنه کوی چې دهلمند ناکراره ولایت مرکز لشکر ګاه هم باید په هغو لومړیو ښارونو کښې شامل کړی شی چې دروان میلادی کال په اووړی کښې یې امنیتی چارې افغان پوځیانو ته سپارل کیږی .
خو شناندی وای چې دهلمند ولایت حالات ډیر خراب دی .