د پاکستان داخله وزیر رحمان ملک وویل، ددغه هیواد امنتیی ځواکونو د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو دترور اصلی طراح او عوامل یې له زیاتو وسلو سره نیولی دی. هغه په دوام کې وویل، ډیر ژر به په دې اړه د څیړنو بشپړ راپور هم خپور شی. له ترهه ګرۍ سره یوې محکمې هم د پرویز مشرف دنیولو حکم هم صادر کړی او ویلی دی چې د بې نظیر بوټو په ترور کې تورن دی. دملګرو ملتونو له لوری په خپور شوی راپور کې هم ، د بې نظیر بوټو د امنیت په تامینولو کې د مشرف د سستۍ په علت پرې سخته نیوکه کړې وه.