بېرته
دایران د هلال احمر مرستې ، د جاپان له زلزله ځپلو سره مرستې، ددغه هیواد مسولینو ته وسپارلې.
د خپرېدو نېټه: 1390/01/06 0:0د خبر شمېره: 4717سرچینه: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپور راکړ، دایران په مرستو کې 50 زره کنسرو د جاپان د ساندای بندری ښار ښاروالۍ ته وسپارل شوې.
ایران همداراز څلور ډاکتران او مرستندویی هم له جاپانی زلزله ځپلو سره دمرستو لپاره استولی دی.
په جاپان کې د ایران سفیر، ښاغلی عباس عراقچی د جاپان له زلزله ځپلو سره خواخوږی څرګنده کړه او وې ویل، د ایران ملت او حکومت ، ستاسو تر څنګ دی او دایران په بم ښار کې له زلزله ځپلو سره د جاپان مرستې نه هیروی، او ایران بیا هم چمتو دی چې زیاتې مرستې د جاپان له زلزله ځپلو سره وکړی.