بېرته
طالبان وای چې په افغانستان کښې یې حملې کړی دی
د خپرېدو نېټه: 1390/01/12 0:0د خبر شمېره: 4811سرچینه: ایرکا خبری آژانس

طالبان وای چې په افغانستان کښې یې حملې کړی دی .
دطالبانو ویندوی قاری یوسف احمدی دتهران راډیو پښتو خپرونې ته دلنډ پیغام په رالیږلو سره وویل نن غرمه ددلارام په په مرکز کښې دافغانستان دملی پوځ اته عسکر وژل شوی او په نالام سیمه کښې هم یو ټانک تباه کړی او درې خارجی پوځیان په ماین چاودنو کښې مړه شوی دی .
دطالبانو ویندوی زیاته کړه چې تیر ماښام د هلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ په ریګان منده سیمه کښې دوه ټانکونه تباه کړی شوی او پینځه خارجی پوځیان وژل شوی .
دغه راز دطالبانو بل ویندوی ذبیح الله مجاهد هم مونږ ته په لنډپیغام کښې وویل چې درې ورځې کیږ ی چې دکونړ ولایت دمرورې ولسوالۍ په ترخو اوبو ، برورو غشی او باجی سیمو کښې په امریکای عسکرو سختې حملې روانې دی او ګڼ شمیر پوځیان پکښې مړه شوی دی .