دفرانسې پوځ وویل چې په افغانستان کښې یې شپږ پوځیان ژوبل شوی . ایرکا خبری اژانس وای دفرانسې دپوځ ویندوی وویل دغه پوځیان دکابل په شمال ختیځ کښې په الاسی دفرانسې دپوځیانو دګاډی پرضد په یوې ځان وژونکی حملې کښې ژوبل شوی دی . په دغه پیښې کښې دافغانستان څلور ښاریز هم سخت ژوبل شوی دی . په افغانستان کښې دائتلافی ځواکونو په چوکاټ کښې همدا اوس دفرانسې څلور زره پوځیان دیره دی . دفرانسې خلک په افغانستان کښې دخپلو عسکرو له دیره کیدا سره مخالف دی .