بېرته
دانګلستان ګوډاګیان دبحرین خلک شکنجه کوی
د خپرېدو نېټه: 1390/01/15 0:0د خبر شمېره: 4858سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دجنګی جنایتونو دتعقیبونې نړیوال ائتلاف وویل دبحرین حکومت دانګلستان ګوډاګیان دبحرین دښاریزو دشکنجه کولو په کار ګمارلی دی .
دجنګی جنایتونو دتعقیبونې دنړیوال ائتلاف اجرای مدیر لوی دیب نن له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل دانګلستان په شمول داروپای هیوادونو ګوډاګیان دبحرین په جاسوسۍ ادارو کښې شتون لری چې ددغه هیواد خلک شکنجه کوی .
دجنګی جنایتکارانو دنړیوال ائتلاف اجرای مدیر دبحرین دخلکو پرضد دخپلو جنایتونو دپټولو لپاره دبحرین دمسولانو هڅې ته په اشارې سره وویل همدا اوس ډیرې موسسې دمظاهره چیانو پرضد دبحرین دحکومت د جنایتونو دثابتولو لپاره دسندونو او مدرکونو دپیدا کولو هڅه کوی چې هغه نړیوالې جنای محکمې ته و ړاندې کړی .
دبحرین په مظاهره چیانو دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دعسکرو په مرستې سره دبحرین دحکومتی پوځیانو حملې چې په سوله ایزو ډول داصلاحاتو غوښتونکی دی تراوسه دپینځویشت کسانو دوژل کیدا سبب شوی دی او څه دپاسه زر نور کسانو ژوبلیدا یې هم ځان پسې لرلی ده .
په بحرین کښې انګلستان او امریکا څه دپاسه دوه سوه کاله کیږی چې په خلکو دال خلیفه کورنۍ دیکتاتور حکومت ورتپلی کوم چې خلکو ته په حکومت کښې هیڅ ونډه نه ورکوی او نه خلکو ته دبیان ازادۍ ورکوی .