طالبانود پاکستان په کرم ایجنسۍ قبایلی سیمه کښې دهلکانو یو ښونځی وسوزوه . دپاکستان له کورمې ایجنسۍ قبایلی سیمې زمونږ خبریال وای طالبانو ډلې نن په مرکزی کورمې ایجنسۍ کښې په بادامه کلی کښې دهلکانو یو ښونځی یا سکول په اور کښې وسوزوه چې له کبله یې ښونځی په کامل ډول تباه شو . دالومړی ځل نه دی چې طالبان په پاکستان کښې په ښونځیو حملې کوی . طالبانو تراوسه په پاکستان کښې په ښونځیو له زرو(1000) زیاتې حملې کړی دی او دطالبانو دغه کارونه دغه پوښتنه رامینځته کوی چې دغه ډله و لې هڅه کوی ښوونځی او پوهنځی له مینځی یوسی او هڅه کوی چې دپاکستان په بې وزله قبایلی سیمو کښې بې وزله خلک له جهالت ونه وځی او هماغه شان په تیارې کښې پاتې شی چې دغه کار دوې پوښتنې لرلای شی . لومړی داچې دطالبان نه غواړی خلک باسواده او تعلیم یافته وی او که چیرې لیک لوست وکړی په دې بڼه کښې دخلکو مرسته نشی ترلاسه کولای او خلک دترهګرو فعالیتونو لپاره وګماری . دوهمه داچې دطالبانو اربابانو هغو ته حکم ورکړی وی چې خلک جاهل پاتې شی او دهغوې له جاهلته په استفادې سره خپلو هدفونو ته ورسیږی .