بېرته
ناټو دلیبیا په انقلابیانو دحملې په هکله بخښنه نه غواړی
د خپرېدو نېټه: 1390/01/19 0:0د خبر شمېره: 4911سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ناټو دلیبیا په انقلابیانو دحملې په هکله بخښنه نه غواړی .
زمونږ خبریال وای په لیبیا کښې دناټو دپوځی عملیاتو دقوماندان مرستیال امیر البحر روسیل هارډینګ په برسلز کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل ناټو دلییبا دانقلابیانو په ټانکونو دخونړۍ هوای حملې په هکله له بخښنې ډډه کوی ځکه چې ناټو ته پته نه و ه چې دلیبیا انقلابیان داډول ټانکونه استعمالوی .
هغه وویل په لیبیا کښې په زمکې باندې حالات ډیر پړسیدلی دی او زیاته یې کړه چې تر پرون پورې مونږ ته پته نه وه چې دلیبیا انقلابیان ټانکونه استعمالوی .
بل خبر داچې دلیبیا انقلابیانو دمصر ښار دختیځ سیمو په لور دحکومتی عسکرو دپرمختګ خبر ورکړ .
دلیبیا دانقلابیانو ویندوی حسن المصراتی وویل دمصراته دختیځ سیمو په لور دلیبیا ددیکتاتور معمر قذافی دځواکونو په پرمختګ سره ددواړو لور ترمینځ سخت جنګونه پیل شوی دی .
هغه وویل دمصراته په ختیځو سیمو کښې چې کورونه پکښې دی جنګ هماغه راز دوام لری .
هغه وویل هغه انقلابیان چې دقذافی له ځواکونو سره په مصراته ښار کښې جنګیږی عادی خلک دی چې خپلې وسلې یې دقذافی له ځواکونو اولجه کړی دی .
بل خبر داچې ملګرو ملتونو وویل ژر به دبشری حقوقو پلټونکی لیبیا ته ورسیږی .
دملګروملتونو دبشری حقوقو پلټونکو نن وویل په روانې اپریل میاشت کښې به دمعمر قذافی د وفاداره ځواکونو لخوا دتاوتریخوالو دترسره کیدا په باره کښې دتحقیقاتو دترسره کولولپاره لیبیا ته ورشی .
درې کسیزه خپلواک کمیسیون چې دامریکا دجنګی جنایتونو کارپیژاند باسیونی یې مشرۍ پرغاړه لری و یل مونږ به په مصر او تیونس کښې هم څو ورځې تیرې کړو .
هغه وویل چې مونږ به په یکشنبې ورځ لیبیا ته لاړشو او هیله من یو چې داپریل میاشت په پاې کښې جینیوا ته ستانه شو .