دصهیونیسټ رژیم مقامات په اردن کښې له ناکرارۍ په ویره کښې دی . ایرکا خبری اژانس وای دصهیونیسټ رژیم دجاسوسۍ ادارې موساد یوه پخوانی مشر دانی یاتوم په اردن کښې دناکرارۍ په هکله صهیونیسټ رژیم ته په خبرداری سره ټینګار وکړ اردن داسرایلو دستراتژۍ ګټونکی پاڼه ده او په اردن کښې هر بدلون داسرایلو لپاره دمصر له انقلاب څو چنده تاوان لری . داسرایلو دجاسوسۍ ادارې پخوانی مشر وویل مونږ باید داردن ملی پالو او اسلامپالو ته اجازه ورنکړو چې دچارو کنټرول په لاس کښې واخلی . اردن هیواد په تیرو څو اونیو کښې دسیمې له نورو هیوادونو سره یوځای په دغه هیواد کښې دسیاسی او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره دولسی پاڅون کتونکی وو په دې ډول چې دلومړی وزیر سمیر الرفاعی حکومت نسکور شو خو خلک هماغه راز دپارلمان دړنګیدا او دنوی حکومت دجوړیدا غوښتونکی دی . اردن چې له مصر وروسته دوهم عربی هیواد وو چې له صهیونیسټ رژیم سره یې دسازباز موافقه لاس لیک کړی ده په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم او امریکا ترټولو مهم او ستراتژیک متحد ګڼل کیږی .