بېرته
د 7 وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړل شو
د خپرېدو نېټه: 1390/01/22 0:0د خبر شمېره: 4949سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ځایی امنیتی چارواکو په فراه ولایت کې د امید چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د اوو وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړ.
دغه عملیات چې 3 ورځې د مخه د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې پیل شوی وو، نن پاى ته ورسېدل.
د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ د اپراسیون امر محمد منیر رسنیو ته ویلی، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د بالابلوک څو کلی د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او 7 تنه یې د ملی امنیت د ریاست د کارمندانو لخوا ونیول شول.
د نوموړی په وینا: له نیول شویو وسله والو طالبانو لخوا پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې علمیاتو څخه یې موخه په سیمه کې د امنیت ټینګښت او د بیا رغاونې چارې ته د زمینې برابرول دی.
په لویدیځ زون کې د 207 ظفر قول اردو چارواکی، چې د دې عملیاتو مشری یې پرغاړه ده، ویلی، چې ورته عملیات به په راتلونکو ورځو کې د فراه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پیل شوی.