بېرته
په هلمند کی د مؤسسو لوړو تنخواګانو په پوهنې بهیر منفی اغیزه کړی ده
د خپرېدو نېټه: يونۍ، ۲۸ وری ۱۳۹۰، ۰۰:۰۰د خبر شمېره: 5019سرچینه: ایرکا خبری آژانس

چارواکی په هلمند ولایت کې وایی چی په دغه ولایت کی دامهال د هلمند په گڼوسیموکې د زده کوونکوپه وړاندې زیاتره تړل شوی ښوونځی بیرته پرانیستل شوی خو دمسلکی ښوونکونه شتون هغه ننگونه ده چې د پوهنې بهیریې په دې ولایت کې له ستونزوسره مخ کړى دى.
د هلمند د پوهنې ریس محمد نسیم صافی د شنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د مشرانود جرگې د ځینوغړودڅرگندونوپه وړاندې یې د احتجاج په ډول جوړه کړې وه وویل چې دامهال په هلمند کې شاوخوا سل زره زده کوونکی چې شل زره یې نجونې دی په 128ښوونځیوکې په زده کړه بوخت دی خودا مهال یوازې د مسلکی ښوونکوله نشتوالی سره مخ دی خودولتی چارواکی اود هلمند دخلکواستازی باید په دې برخه کې گټورې طرحې وړاندې کړی.
نوموړی د مشرانوجرگې د ځینوغړوهغه څرگندونې چې گواکې په هلمند کې د ښوونې بهیرټکنى دى په کلکه رد کړې اوزیاته یې کړه چې یوپلاوى دې راولیږی اودا بهیردې له نږدې وڅاری.
په همدې حال کې ددې ولایت د ولسوالیود پوهنې مسؤلین هم د مسلکی ښوونکوله نه شتون څخه سرټکوی.
بل پلو، دهلمند دپوهنې مرستیال محمد ولی سرحدی وایی چې د روان کال په اوږدوکې به سل نورهغه ښوونځی د زده کوونکوپرمخ پرانیزی چې د نا امنیوله امله تړل شوی دی اوددې ترڅنگ به 70 ښوونځیوته ودانى جوړې کړی.
په هلمند ولایت کی، په خوا، خلک او په ځانګړی ټوکه ښوونکی او زده کوونکی دامنیت له خوا، ډیرو ستوځو سره مخ وه چی له یو لړ نظامی عملیاتو وروسته، دامنیت او دزده کړی په هکله څه ناڅه هڅی روانی دی.