بېرته
دبحرین دآل خلیفه کورنۍددغه هیواددخلکوپه وژلوکې له صهونیسټی رودې استفاده کوی
د خپرېدو نېټه: 1390/02/04 0:0د خبر شمېره: 5108سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په بیروت کې دسیاسی چاروکارپوه ناداخشوی له پریس ټیوی سره په خبرو کې زیاته کړه هماغه ډول چې صهونیسټ رژیم دفلسطین دولس دتباه کولو غوښتونکی دی دبحرین دآل خلیفه رژیم هم ددغه رژیم له تکتیکونوڅخه په استفادې سره ددغه هیواددشیعیانودله مینځه وړلوهڅه کوی خو داخوب به ئې پوره نشی .
خشوی زیاته کړه دکورونوجوماتونواوسپیڅلوځایونوپه ورانولوکې د بحرین له خلکو سره ددغه هیواددپوځیانوچلنداو دعاموخلکووژل، ما د بې دفاع فلسطینیانوپه مقابل کې دصهونیسټ نیواکګررژیم له خواکارول شوی رودې رایادوی .
هغه دغه راز په بحرین کې په فرقه وی جنګ دولسی پاڅون د بدلولو لپاره ددغه هیواد درژیم دچارواکودهڅې په باب هم خبرداری ورکړ او وې ویل په بحرین کې دبشری حقوقودښکاره خلاف ورزیوپه وړاندې د امریکا معناداره چپتیاپه دې دلیل ده چې دغه هیواددواشنګټن اصلی ملګری اوپه فارس خلیج کې دامریکادبیړیوکوربه دی .