بېرته
د ملی پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
د خپرېدو نېټه: 1390/02/07 0:0د خبر شمېره: 5135سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او ملی پولیسو ترمنځ نښته شوې، چې له کبله یې 3 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه نښته نن له غرمې مخکې شاوخوا 11 بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو غوښتل د یادې ولسوالۍ په عزیز اباد کلی برید وکړی.
د شینډنډ ولسوالۍ د ګارنېزیون قومندان سمونوال غلام سخی رسنیو ته ویلی، چې نښتې دوه ساعته دوام درلود، چې په ترڅ کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دی.
نوموړی زیاته کړې، چې په دې نښته کې د ملی پولیسو سرتېرو ته کوم زیان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دی ویلی.