دکابل ـ کندهار پر لویه لار د قلات ښار ته څیرمه د 302 ډوله موټر د اوښتو له کبله 22 تنه مسافر مړه او 23 تنه نور ټپیان شوی دی. د 404 میوند زون قومندان محمد سالم احساس وخت خبری آژانس ته وویل چې ،پیښه نن د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته څیرمه پیښه شوې ، چې په پایله کې 22 تنه مسافر مړه او 23 نور ټپیان شوی دی. هغه زیاته کړه چې ، وژل شوی او ټپی شوی کسان ټول ملکی کسان دی چې، له کابل څخه د کندهار پر لور روان وو. دکندهار ولایت دترافیکو آمر احمدالله خان وخت خبری آژانس ته وویل چې، د کابل- کندهار پر لویه لار داسې پیښې د چلوونکو د تجربې د نلرو او همدارنګه د ډیر سرعت له کبله پیښیږی. هغه زیاته کړه چې د پیښې ټپیان دا مهال د زابل ولایت د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. دا په داسې حال کې ده چې ،څو موده وړاندې هم په ورته پیښه کې یو شمیر ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی وو.