ایرکا خبری اژانس راپور ورکړ بیګا د افغانستان د لویدیځ هرات ولایت د کوهستان ولسوالۍ له بنده اته بندیان تښتیدلی دی . د افغان پولیسو یوه چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وویل کله چې بند ساتونکو د بندیانو ترمینځ بیګا ډوډۍ ویشله نو بندیان له ساتونکو سرونښتل چې پکښې بندساتونکی ژوبل او اته بندیان وتښتیدل چې دوه یې بیرته د پولیسو لخوا نیول شوی دی . دا نه دی ویل شوی چی دوئ د بند له آمنیتی پوستو څنګه تیر شوی دی خو وایی چې دغه بندیان جنایی بندیان ؤ .