بېرته
داسامه وژله د القاعدې پای نه دی
د خپرېدو نېټه: 1390/02/15 0:0د خبر شمېره: 5234سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان ددفاع وزارت ویندوی محمد ظآهر عظیمی نن وویل له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د اسامه بن لادن د وژلې په اندازه یو شی هم اغیز من نه دی ، خو نشو ویلی چې القاعده به د هغه په وژلې سره په بشپړډول له مینخه لاړه وی . هغه زیاته کړه له ترهه ګرۍ سره مبارزه خاصې پیچلیتیاوې او ستونزې لری او د اسامه مړینه د افغانستان او سیمې اوحتی دنړۍپرراتلونکی مثبتې اغیزې لری خوبایدفکر وکړو چې له ترهه ګرۍ سره مبارزه ختمه شوې نه ده .
له دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزی هم د اسامه د ووژلې په غبرګون کې ویلی ؤ چې هیله لری طالبان هم د بن لادن له برخلیکه درس واخلی او نښتې او تاؤتریخوالی ختم کړی .
د اپه داسې حال کې دی چې ډیری سیاسی څارونکی باوری دی د اسامه له وژلې وروسته نوردامریکاپه مشرۍبهرنی عسکرپه افغانستان کې د شتون لپاره هیڅ پلمه نه لری