بېرته
د کندهار جګړه پاى ته ورسیده
د خپرېدو نېټه: 1390/02/19 0:0د خبر شمېره: 5277سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ایرکا د راپور له مخې د افغانستان د جنوب د قندهار والی توریالی ویسا وویل ددغه ښار جنګ پای ته رسیدلی چی د بریدکوونکو په ګډون پکی 75 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او له طالبانو هغه درستی سیمې حکومتی ځواکونو ته په لاس روغلی چې طالبان پکښې ؤ .
هغه وویل وویل چی زموږ ټول امنتی ځواکونه امکانات او وړتیا لری چې د سرحدی پولیسو له لوری د عملیاتو کول د نظامی شورا پریکړه وه .
د قندهار والی او امنتی چارواکی وایی چی په جګړه کی یی 14 تنه ځانمرګی برید کوونکی له منځه یووړل ، 7 تنو ځان وژونکی حملی وکړ او اووه تنه نور ژوندی ونیول شوه .
په ټولو پیښو کی پنځه تنه چی یو یی ملکی وګړى او څلور افغان عسکر وژل شوی او 40 تنه نور چی 23 تنه یی پولیس دی ټپیان شول .
نن سهار دکندهار والی ، د ملی امنیت ریس ، د سرحدی او ملی پولیسو قوماندانانو او د دریم سرحدی زون درستیزوال چی د جګړی چاری ور دغاړی وی د خبریالانو سره یو ځاى د کندهار هوټل ودانۍ هغه ځاى ته ولاړه چیری چی دریوو ځانمرګو او وسله والو بریدکوونکو د ملی امنیت پر ریاست بریدونه کول .
په سیمه کی هغه دری مړی هم خبریالانو ته وښودل شوه چی چارواکو ځانمرګی برید کوونکی بلل او ویل یی چی له منځه یی یووړل .