دپآکستان جنګ انټرنیټی سایټ راپورورکړدپاکستان پوځ دبلوچستان صوبې له کویټه سره نزدې دطالبانو دمشر ملا عمر د نیولو لپاره لوی پوځی عملیات پیلوی . د انګلستان دی سن ورځپاڼې د راپور په اساس د اسامه بن لادن د نزدې ملګری ملاعمر لټول له بیګا راهسې پیل شوی دی او د پآکستان اوامریکائی عسکرو یونټونو د هغه دپټنځای دموندلو لپاره له سره هڅه پیل کړې ده داستخباراتی راپورونو په اساس ملاعمر دکویټې ښارپه لودیځی برخوکې له افغان پولې سره نزدې پناه اخستې ده اودپآکستان داستخباراتی ادارې آئی ایس ائی مسئولان هڅه کوی دامریکادځانګړوعسکروله عملیاتو مخکې ئې ونیسی څو داسامه په خلاف د عملیاتو په څیر له بې شرمۍ مخکې ځان وژغوری او دوی دا ویره لری که دوی ملاعمر ونه نیسی نوممکنه ده امریکائی ځانګړی عسکر په پاکستان کې دهغه په خلاف هم له خپلې خواعملیات وکړی .داسامه له پټنځایه ترلاسه شوی سندونه داسې دی چې وئیل کیږی امریکاد بن لادن په خلاف د عملیاتو په څیردملاعمرپه خلاف هم دعملیاتولپاره ځان چمتوکوی. د پآکستان داستخباراتی ادارې ائی ایس آئی یوه مسئول مقام دا خبره تائید کړې چې دوی دملاعمر د نیولو لپاره روانیږی او ډیر زر به په کویټه کې لوی پوځی عملیات پیل کړی