د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ چارواکی وایی، چې په دې ولسوالۍ کې یې د قومی تړې له مخې د پاکستانیو وسله والو طالبانو د فعالیت مخنیوى کړى دى. د خوګیاڼو ولسوال حاجی محمدحسن کلید سره خبرو کې وویل، چې په ټوله کې یې د ولسوالۍ په بېلا بېلو برخو کې د پاکستانیو طالبانو، چې د ورانکارۍ په موخه یې دې ولسوالۍ ته ځانونه رسول فعالیت بندکړى . ولسوال محمدحسن وایی، چې د قومی مشرانو په ګډو مشورو سره یې په هغوکسانو، چې وسله والو ته ځاى او شپې ورکوی د قومی دود او دستور پر بنسټ یې پر نغدی جریمه ایښې ده. د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم په یاده سیمه کې د پاکستانیو وسله والو طالبانو د فعالیت او شتون د خبرې کېدې، خو دا لومړى ځل دى، چې د هغوى د فعالیتونو د مخنیوی په برخه کې د قومی مشرانو په هڅه دیوه داسې اقدام خبر ورکول کېږی. دا، چې د ځایې چارواکو په وینا: په دې ولسوالۍ کې به د پاکستانیو طالبانو د فعالیت د مخنیوی دا هڅې تر کومه بریالۍ شی وخت به یې ځواب کړی.