میډل ایسټ انلاین انټرنیټ پاڼی په تونس کښې د خبری سرچینو له قوله راپور ورکړ د لیبیا د دیکتاتور معمر قذافی میرمن او لور صفیه او عایشه د راس جدید پولی له لاری تونس ته تللی دی . همدغه راز دلیبیا د خارجه وزارت پخوانی سلاکار او د لیبیا د پوځی استخباراتو مرستیال عبدالله محمود الحجازی او د قذافی د رژیم نور څلور چارواکې هم تونس ته تښتیدلی دی . له دې وړاندې د قذافی مشر زوی محمد قذافی او د لیبیا د تیلو د شرکت مشر شکری غانم هم تونس ته تښتیدلی ؤ . د قذافی د رژیم مسئولان د تونس د تونس د جربه هوایی اډی له لارې غواړی نورو هیوادونو ته ولاړ شی ځکه په لیبیا الوت منع دی .