رویتر خبری آژانس را پور ورکړ، نن د له افغانستان سره د پاکستان په سرحدی سیمې کې له تورخم سره نږدې د ناټو ټانکر د طالبانو له حملې سره مخ شو چې ټانکر پکې وچاودول شو او 16تنه په دې پیښې کې ووژل شول . دغه ټانکر په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د سونګ مواد وړل او په پیل کې وسوځیده، او ځینې کسانو هڅه وکړه، چې له دغه ټانکره سونګ مواد خالی کړی، چې یو ناڅاپه درنه چاودنه په کې رامنځته شوه او دغه کسان ووژل شول.