ایرکا د افغانستان د خارجه وزارت له قوله راپور ورکړ ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول نن په اندونیزیا کښې د ناپیلی غورځنګ د غړیو هیوادونو په غونډه کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته ولاړه . ددغه خبر له مخې زلمی رسول به د ناپیلی غورځنګ د غړیو هیوادونو په غونډه کښې د افغانستان د سیاسی او پوځی حالاتو او د افغانستان د سولې د بهیر په هکله وینا وکړی . د خپرو شویو راپورونو له مخې د نم ډلی د خارجه وزیرانو شپاړسمه غونډه نن په اندونیزیا کښې پیل شوه او تر پنج شنبی به دوام لری .