د افغانستان پارلمان د قانونی جوړونې دغه ارګان د وسلو په وړلو د بندیز غوښتنه وکړه له کابل څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې د افغانستان د پارلمان مشر عبدالرؤف ابرهیمی نن پارلمان ته د وسلو د وړلو د مخنیوی غوښتنه وکړه . هغه د پارلمان له استازو وغوښتل پارلمان ته له ځان سره وسلی را نه وړی . ابراهیمی همدغه راز له افغان آمنیتی ځواکونو وغوښتل پارلمان ته د وسلو د وروړلو مخنیوی وکړی . د افغانستان د پارلمان مشر زیاته کړه د پارلمان په لومړی پړاو کښې هم په دې اړه موافقه شوی وه چې پارلمان ته وسله نه راوړل کیږی . د افغان پارلمان استازی د یوشمیر استازو لخوا پارلمان ته د وسلو له وړلو اندیښنه لری .