بېرته
دافغانستان په هرات اووردګوکې اته بهرنی عسکر ووژل شول
د خپرېدو نېټه: 1390/03/09 0:0د خبر شمېره: 5500سرچینه: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړدطالبانویوې څلورکسیزې ډلې دافغانستان په هرات ولایت کې دایټالیائی عسکرو پر مرکزپه برید کې پنځه ایټالیاوال عسکرمړه او 23نور ټپیان کړی دی . ویل کیږی چې څلورو طالبانو نن غرمه په هرات ښار کې د دغو عسکر وپر مرکز حمله وکړه اوپه هغوکې دووکسانو پرځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد وچاودول او دغه مرګ ژوبله او دغه رازیولړنورتاوانونه ئې واړول . ددغه راپور په اساس د افغانستان د امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ د خبر تر مخابیره کیدا پورې نښته روانه وه .
همداراز پریسی ټی وی هم راپورورکړ د افغانستان د وردګ ولایت په سید آباد سیمې کې هم سړک غاړې ته په بم چاودنې کې څلور بهرنی عسکر وژل شوی دی . ناټوځواک هم ددغې چاودنې د مړو شمیر تائید کړی دی خو ددغې چاودنې نور جزیات اودوژل شویوکسانوهویت اوملیت په باب ئې څه نه دی وئیلی .دافغانستان په وردګ ولایت کې زیاتره امریکائی عسکر دیره دی . د طالبانو مسئولانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې حملې مسئولیت په غاړه اخستی دی