بېرته
د کال تر وروستیو پورې دې امریکایان له عراقه ووځی
د خپرېدو نېټه: 1390/03/09 0:0د خبر شمېره: 5501سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دعراق د پارلیمان د کلتوراورسنیودکمیشن مشرعلی الشلاه نن له العالم ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دروان کال تروروستیوپورې له دغه هیواده دټولوامریکائی عسکرودوتلوپرضرورت په ټینګارسره وویل دعراق لومړی وزیرنوری مالکی هم دبغداداوواشنګټن دامنیتی موافقې داجرا غوښتونکی دی.دعراق اوامریکا ترمنیځ د شوی موافقې په اساس واشنګټن دنده لری د 2011 کال تر وروستیو پورې له درست عراقه خپل ټول عسکر وباسی . علی الشلاه روښانه کړه د سیمې انقلابونو او بدلونونو ته په پام سره چې د عربانو په پسرلی مشهور شوی په عراق کې د شتون په دوام کې د امریکا ګټې دی څوله نزدې دسیمې بدلونونه ترنظر لاندې ولری او په مناسب وخت کې په سیمې کې خپلې مهرې وګماری .