بېرته
امریکایانوبیادافغانانو پر وژلو یوازې پربخښنې بسنه وکړه
د خپرېدو نېټه: 1390/03/09 0:0د خبر شمېره: 5503سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې دتېری ګرو عسکرو عمومی قوماندان یوځل بیا په دې هېواد کې د ملکی خلکو د وژنې له امله بخښنه وغوښتله.
فرانس پریس آژانس له کابله راپورورکړ په افغانستان کې د ناټو عسکرو عمومی قوماندان، جنرال ډیویډ پټریوس او ددغه هېواد په سویل کې د ناټو عسکرو قوماندان جان ټولن په هلمند ولایت کې د امریکایی عسکرو له خوا د ولسی خلکو د وژنې له امله بخښنه وغوښتله.
دوی په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویلی چې ګواکی د افغانانو ساتنې ته راغلی او هیڅکله به په خپله ولسی خلک ونه وژنی.
همداراز په افغانستان کې دناټو قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ددغه هېواد په نورستان ولایت کې هم د هغو 300 کسانو په وژل کېدو بښنه غوښتې چې دتېری ګرو عسکرو په هوایی بمباریو کې وژل شوی دی.
همداراز د سپینې ماڼۍویندوی هم وویل چې د افغانستان له ولسمشر سره د ملکیانو د مرګ ژوبلواړه خپله اندېښنه شریکه بولی.دامریکا د ولسمشر بارک اوباما ویندوی جې کارنی بیګا کې وویل: سپینه ماڼۍ د ملکی مرګ ژوبلو په باب خپلې اندېښنې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره شریکوی او هغو ته په جدی سترګه ګوری.