بېرته
ژمنه کوو افغان ملکیان نه وژنو
د خپرېدو نېټه: 1390/03/12 0:0د خبر شمېره: 5540سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دامریکا خارجه وزیې ژمنه وکړه چې د افغان ملیکانو دوژلې د مخنیوی لپاره به ټولې هڅې وکړی.
شین هوا خبری آژانس راپور ورکړ، هیلری کلنټن په واشنګټن کې د کولمبیا له خارجه وزیر ماریا انخلا اولګین سره په کتنې کې ادعا وکړه چې امریکایی ځواکونه د ملکیانو د ژوند ساتنه، د لومړیتوب په توګه بولی .
هغې په داسې حال کې دغه ادعا وکړه چې تیره شبنه د افغانستان په جنوب کې د ناټو ځواکونو په حملې کې 14 ملکیان ووژل شول .
په عین حال کې افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی په خارجی ځواکونو سخته نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې په ملیکانو حملې دې بندې کړی.
خارجی ځواکونو په افغانستان کې په ځلونو په ملیکانو حملې کې دی او تراوسه یې په زرګونه بې ګناه خلک وژلی دی.