بېرته
افغانستان لا امریکایی عسکرو ته اړتیا لری
د خپرېدو نېټه: 1390/03/12 0:0د خبر شمېره: 5541سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو امریکایی قوماندان وویل دغه هیواد لا امریکایی عسکرو ته اړتیا لری .
د ایرکا د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس په دغه هیوادکې د طالبانو د حملو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو شتون ته لا اوس هم اړتیا شته .
هغه له یو اس ای ټوډی ورځپاڼی سره مرکه کې د قندهار راتلونکې عملیات مهم وبلل اوویې د طالبانو په وړاندی د بهرنیو عسکرو وروستۍ لاس ته راوړنې ماتیدونکې دی او ممکنه ده حالات بیرته خراب شی .
پیټریوس د سخت اوړی اټکل کړی دی اووایی په جنګ ځپلی افغانستان کې د امریکایی عسکرو د شتون دوام اړین دی .