نن له غرمې مخکې شاوخوا یولس بجې د ارغنداب او خاکرېز ولسوالۍ ترمنځ د سړک د غاړې ماین چاودنې له کبله پنځلس شپاړس تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال شیرشاه یوسفزى وایی، چی پېښه هغه مهال ارغنداب څخه خاکرېز ته د ملکی وګړو پر یوه تلونکی ټونس ډوله موټر رامنځته شوه، چې په سیا سنګ سیمه کې پر یوه ځاى پرځاى شوی ماین ور برابر شو. نوموړی زیاته کړه، چې په ترڅ کې یې 15 تنه عام وګړی، چې ښځې او کوچنیان هم پکې شامل وو ووژل شول او یوه ښځه ټپی شوه. د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم د پېښې پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې له یادې پېښې یې میرویس روغتون ته د پنځلسو کسانو جسدونه ور وړی، چې د پېژندګلوۍ نه دی. د پېښې پړه لا کومې مخالفې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې. یاده دې وی، چې څه موده وړاندې هم په پنجوایی ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوې ماین چاودنې، چې پر لوى موټر شوې وه د پنځوسو په شاوخوا کې د ملکی موسېسې کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.