بېرته
دشانګهای ملګرتیا موسسې غونډه په قزاقستان کښې کیږی
د خپرېدو نېټه: 1390/03/24 0:0د خبر شمېره: 5694سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ددنیا مشران دقراقستان امنیتی کانفرنس ته ورغلی .
زمونږ خبریال وایی قزاقستان هیواد نن دیوې امنیتی ډلې دغونډې لپاره تیاریانې ونیولې کوم چې دناټو سیاله ډله ګڼل کیږی .
دایران ولسمشر احمدی نژاد هم په دغه امنیتی کانفرنس کښې دګډون لپاره دقزاقستان پلازمینې استانه ته رسیدلی .
دچین ولسمشر هو جینتاو هم په حکومتی سفر قزاقستان ته ورغلی .
دشانګهای ملګرتیا موسسه په 2001 میلادی کال کښې جوړه شوی ده او دناټو سیاله امنیتی ډله ګڼل کیږی ،
شانګهای ملګرتیا موسسه به روسیې او چین ته دغه اجازه و رکړی چې په اسیا کښې دامریکا له نفوذ سره مقابله وکړی .
خو شانګهایی ملګرتیا موسسه ډیره په اقتصادی سویه دملګرتیا په کار بوخته ده .
دقزاقستان ولسمشر نور سلطان نظر بایف نن دایران له ولسمشر ، افغان ولسمشر ، دپاکستان له ولسمشر او دروسیې له ولسمشرانو سره په کتنو کښې په دواړه اړخیزو ملګرتیاو خبرې کوی .
دروسیې دولسمشر میدویدیف سلاکار سرګی پریخود کو وویل دغه غونډه کومه خاصه ایجنډا نه لری او ګډون کونکی په هرې مسلې بحث کولای شی او زیاته یې کړه چې په دغه غونډې کښې به ډیر دافغانستان دحالت په باره کښې غور وشی .
دافغانستان ولسمشر په دغه غونډې کښې دمیلمه په توګه ګډون کوی او ډیر پام دایران ولسمشر احمدی نژاد ته اوښتی کوم چې په دغه نړیواله غونډې کښې ګډون او مهمه وینا کوی .