بېرته
دلیبیا حکومت بن غازی ته دجرمنی دخارجه وزیر سفر وغاند
د خپرېدو نېټه: 1390/03/24 0:0د خبر شمېره: 5695سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دلیبیا حکومت بن غازی ته دجرمنی دخارجه وزیر سفر وغاند .
زمونږ خبریال وایی دلیبیا خارجه وزارت نن ددغه هیواد دانقلابیانو مرکز بن غازی ته دجرمنی دخارجه وزیر ګیدو ویسټروله سفر غیر مسولانه وباله .
دلیبیا خارجه وزارت وویل بن غازی ته دجرمنی دخارجه وزیر سفر دطرابلس د واکمنۍ خلاف ورزی ده او دغه سفر دلیبیا دشخړې دحل لپاره دنړدیوالو او سیمه ایزو موسسو لخوا له هڅو سره هیڅ مرسته نکوی .
دلیبیا خارجه وزارت وویل بن غازی ښار ته دجرمنی دخارجه وزیر سفر دنړیوالې واکمنۍ خلاف ورزی ده او دیوه خپلواکه او دملګروملتونو دیوه غړی هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ده او هغه دنړیوالو اصولو او کنونشن پرضد کار دی .
تراوسه اسټرالیا، انګلستان، فرانسې ، ګامبیا، ایټالیا، اردن، مالټا، قطر ، سینیګال ، اسپانیا ، متحده عربی اماراتو ، امریکا او جرمنی دلیبیا ملی موقته شورا په رسمیت پیژندلی ده .
دلیبیا په اجدابیا ښار او بریقه ښار کښې سخت جنګونه روان دی او هلته دانقلابیانو 21 کسان پرون ووژل شول .
ویل کیږی دلیبیا انقلابیان دبریقه ښار په لور پرمختګ کوی ددغه هیواد په ختیځ کښې خپل کنټرول پراخ کړی .
دلیبیاانقلابیانو خپلې حملې له تیرې ورځې راهسې پیل کړی دی .
دغه راز امریکا په افریقا ټینګار وکړ چې دلیبیا دمشر معمر قذافی پرضد سخت اقدام وکړی .
دغه راز دلیبییا انقلابیانو وویل چې دوې دمعمر قذافی دعسکرو لخوا دچل په وجه له سختې مرګ ژوبلې سره مخامخ شوی .