بېرته
هیڅ عامل دایران اوافغانستان اړیکې نشی خرابولای
د خپرېدو نېټه: 1390/03/28 0:0د خبر شمېره: 5738سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان دکورنیو چارو وزیر دایران او افغانستان دښو اړیکو په خرابولو کښې دخارجی عواملو هڅه بې اغیزې وبلله .
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی نن په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت له دفاع وزیر احمد وحیدی سره په کتنې کښې دایران له امنیتی او انتظامی تجربو دګټې داخستلو په هرکلی سره وویل هیڅ خارجی عامل دایران او افغانستان اړیکې تر اغیز لاندې نشی وروستلی .
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر دغه راز کابل ته دایران دفاع وزیر دسفر په هرکلی سره په ټولو زمینو کښې ددواړو هیوادونو داړیکو سویه ښه وبلله .
بسم الله محمد ټینګار وکړ کله چې غواړو په دنیا کښې په نفس دباور ، ځان باورۍ او ځابسیاینې دبیلګې مثال وړاندې کړو نو دایران دملت یادونه کوو چې له ټولو بایکاټونو سره سره هماغه راز ولاړ دی او هره ورځ ډیر پرمختګونه کوی .
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر دغه راز دټولنو په ودې کښې دملتونو په ځان باورې او له سره پوځ سره په مقابلې کښې دافغان مجاهدینو رول ته په اشارې سره وویل دافغان هیڅ ښاریز نه غواړی چې په دغه هیواد کښې خارجی پوځیان شتون ولری .
دایران دفاع وزیر هم په دغه کتنې کښې کابل ته دتهران دامنیتی او انتظامی تجربو دانتقال لپاره چمتووالی اعلان کړ .
هغه وویل دامنیت تحقق دیوې ټولنې په پرمختګ او پراختیا کښې مهم رول لری او مهمه خبره داده چې افغانان باید په خپله امنیت ټینګ کړی .
دایران دفاع وزیر دغه راز نن دافغانستان دولسمشر کرزی له سلاکار او امنیت شورا له سیکرتر رنګین داد فر سپنتا سره دبیلابیلو موضوګانو په باره کښې خبرې وکړې .