بېرته
دکندهار د ارشاد،حج او اوقافو رییس ووژل شو
د خپرېدو نېټه: 1390/04/08 0:0د خبر شمېره: 5845سرچینه: آژانس خبری ایرکا

دکندهار ولایت د ارشاد ،حج او اوقافو رییس حاجی عبدالله نن د د غرمې په دوه بجې د ددولت د مخالفې وسله والې ډلې لخوا ووژل شو .
په هغه خبر پاڼه کې چې د کندهار ولایت له مطبوعاتی دفتر ته را رسیدلې لیکل شوی دی چې ،نن 2بجې د کندهار د ارشاد حج او اوقافو رییس د دولت د مخالفو وسله والو لخوا ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوی چې ،حاجی عبدالله هغه مهال ووژل شو چې د چونۍ د وچ مانده په سیمه کې دوه تنه وسله وال برې برید وکړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه ندی ویلی .
دیاونې وړ ده چې ،نن سهار 9 بجې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلی کې یو قومی مشر د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شو.