بېرته
افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار ولایت د حج او اوقافو د مشر عبدالله حلیم وژنه په کلکه غندلې
د خپرېدو نېټه: 1390/04/08 0:0د خبر شمېره: 5851سرچینه: ایرکا خبری آژانس

افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار ولایت د حج او اوقافو د مشر عبدالله حلیم وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو بې رحمانه عمل بللی.
د کندهار د حج او اوقافو رئیس نن تر غرمې وروسته په دغه ښار کي نا پیژاندو وسله والو وواژه
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي کرزي له خولې وايي، چي د افغانانو دښمنان بې رحمه او بې همته شوي، دا ځکه چي دیني عالمان هم وژني.
تر دې مخکي هم په کندهار کي په لسګونه قومي مشران او ځني دولتي لوړپوړي چارواکي د وسله والو له خوا وژل شوي.دی .