بېرته
دقرآن ځلیدااودغلیمانوپاریدا
د خپرېدو نېټه: 1390/05/10 0:0د خبر شمېره: 6207سرچینه: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا

قرآن مجیدداسلام دګران پیغمبریوه ژوندۍمعجزه اودلوړومعارفو حکمتونواوتعلیماتونه ختمیدونکی خزانه ده .دغه الهی کتاب دلیدتوګواو چلندونوسم او ناسم معیاردی . دمحتوابډایتوب دکلام ښکلا،دمتن فصاحت او بلاغت اودغه کتاب لوړ مفهومونه ډیر اوڅاره او دپام وړ دی . له دې امله قرآن هم دوخت دمسلمانانو لپاره جذبونکی رسالت لری او هم د اوسنیونسلونو لپاره حکمت اوخبره اوپوهه مرجع ده .
قرآن له یوې خوادعالمانواومتفکرانوپام ځان ته متوجه کړی اوله بلې خوا یې دځان په لورله ایمان اوعشقه ډک زړونه جذب کړی دی.په ټولنیزو لورنیونواوسیاسی مسئلوکې الهام بخښونکی او غوټه پرانیستونکی دی او دامتونو اوتمدنونویاهڅوبونودغوړیدااونسکوریداله برخلیک سره په بلدګیرۍکې ترې پنداوعبرت اخستل کیږی . قرآن هم دهدایت،ارشاداو حکمت کتاب او هم د سیاست، علم، عزت او بصیرت کتاب دی .
دقرآن پاک ځانګړنه په دې کې ده چې له هغې جاذبې اوباورسره چې لری ئې ،له تخریف پرته او محفوظ دی ،هماغه ډول چې دوحې دفرښتې په وسیله نازل شوی،خوندی ساتل شوی دی اودټولو په اختیارکې دی .دغه لویه معجزه دژوند هغو قوانینو ټولګه ده چې دانسان لپاره نازل شوی دی . د قرآن پاک په زړه پورې آیتونه روښانه وی چې قوانین ئې دبرلاسه اولوی خدای له خوانازل شوی چې له ټولواړخونودمخلوقاتوپروجود پوه اوحاکمیت لری او دغه ډول انسانی قوانین دطبیعت دپیښواوبدلونونوتراغیز لاندې نه ورځی . حکیم اوواحدخدای چې تورات او بیا ئې ورپسې انجیل نازل کړ،قرآن مجید ئې د هغو تصدیق کونکی اوبشپړونکی وګرځوه ّ او د دغه آسمانی کتاب د انعام سورې په 92 آیت کې راغلی دی ؛،دا کتاب له داسې برکتونو ډک دی چې دتاسولپاره رالیږل شوی دی اوهغه څه چې له دې(له دغه آسمانی کتابه) مخکې راغلی دی تائیدوی :.
قرآن پاک د نازیلیداله پیله پاک او سوچه زړونه خپلوحیات بخښونکو آیتونوته جذب کړل او پخپل رغنده دین سره ﺉې له وحشی قومی او ککړې ټولنې څخه دروزل شویوانسانانواومتمدنه ټولنه رامینڅته کړه.په عین حال کې دقرآنن پاک دزیاتیدونکی نفوذدمخنیوی لپاره دګټه غواړوکافرانویوه ډلې داکله افسانه اوکیسه بلله اوادعا یې کوله چې ددې په شان خبرې کولی شی او کله به ﺉې قرآن د هغوشعرونوټولګه بلله چې پیغمبر وﺉیلی دی حال دا چې داسلام ګران پیغمبردقرآن له نزوله مخکې یوامّی او بې سواده کس ؤ .له بلې خواقرآن مجیددځان دمعجزه ثابتولوبللولپاره مخالفان مبارزې ته وبلل اوترې ﺉې وغوښتل چې که کولی شﺉ ددې په څیردې خبرې وکړی اوپه دې مخامخیداکې دې (له خدای پرته ) له هرچامرسته وغواړی .قرآن له دغومخالفانوغوړای چې که کولﺉ شی دقرآن په شان لس اویا حتی یوه سوره راوړی .دبقرې سورې په 23 آیت کې راغلی دی :،که په هغه څه کې چې پخپل بنده (پیِغمبر) مونازل کړل په شک کې یاست ، نودهغو په څیریوه سوره راوړﺉ اوله(ددې کار لپاره) خدآی پرته خپلوګواهانوته بلنه ورکړﺉکه ریښتیاواﺉۍ ؛. خو له څوارلس پیړیوتیریداوروسته اوس هم څوک نه دی توانیدلی په عربی ژبه داسې کلام راوړی چې د محتواله بډایتوب اودفصاحت اوپه ښکلا کې له قرآن سره برابر وی .
په دې باب قرآن علم اوپوهه دقرآن په باب دقضاوت اساس ګرځوی اوپه دې کې ټولوته دتدبربلنه ورکوی ځکه چې قرآن د پوهانواومتفکرانوپه تاﺉیدسره خوره لویه علمی معجزه ده . د جرمنی شاعرګوﺉټه واﺉی ، هر څومره چې دعلم اوپوهې په لاره کې وړاندې لاړم نودبې ځایه تعصب پردې مې وشلولې،د قران او اسلام سپیڅلی تعلیمات په مونږ کې ډیرې حیرانتیاوې رامینځته کړې اونزدې ده چې دغه کتاب درسته نړۍ ځان ته جلب کړی او دنړۍپه عمل اوپوهې کې ژورې اغیزې رامینځته کړی اوپه نتیجې کې دنړۍمدار وګرځی .
پرویښووجدانونودقرآن له ځلیداسره سره تل داسې کسان تیرشوی چې له دغه لارښونکی نوره تیښتیدلی اوپخپل اندددغه نورپه خاموش کولو پسې وو.خوتاریخ ددغې غرضی ډلې دبې وسۍ ګواهی ورکوی چې دقرآن په ضدپه سناریوګانوجوړولوسره ﺉې ددغه آسمانی کتاب مقابلې ته مخه کړې اوهڅه کوی ددې پرحریم تیری وکړی .
له قرآن سره وروستۍ مقابله دیوه سپیرهّ امریکاﺉی پادری په وسیله شوې ده .امریکاﺉی پادری تیری جونزڅومیاشتې وړاندې ویلی ؤچې دستمبردیولسمې نیټې دپیښې دکلیزې په وخت نیت لری دقرآن څونسخې وسوځوی . خودمسلمانانوپراخواعتراضونو هغه دې ته اړ باسهّ چې شاتګ وکړی .په عین حال کې دغه بلاغواړی پادری دمسلمانانودآسمانی کتاب له سپکایولاس په سرنه شواوله دې پرته چې قرآن ﺉې مطالعه کړی وی،دمارچ په شلمه ﺉې بیاپه لیونتوب،سپین سترګیتوب اونه بخښونکوسپکاویوسره قرآن په نښه کړاووې سوڅوه ّ.ددغه کینه کښ پآدری سپین سترګیتوب د هغوشرغواړواوسپکوچلندونودوام دی چې په تیره بیاپه وروستیو کلونوکې په لویدیځ کې په هدفمن ډول په ټولوډګرونوکې دالهی دینونواودهغودسپیڅلتیاؤپه ضدشوی دی .البته په لودیځ کې له اسلام سره مقابله نوی ښکارنده نه ده اونن سباداپه لودیڅ کې دیوه دینی اوتوکمیزشکل سره ترسره کیږی چې وروستۍموردﺉې دامریکاپه فلوریډاولایت کې دسپیره امریکاﺉی پادری په لاس ددغه آسمانی کتاب سوځول دی چې دنړۍډؤیرزیات اکثریت ورته داحترام په سترګه ګږری
تیرکال دویکټوریاکلارک پشمول دامریکایوشمیرشناندودتیری جونزاقدامات دشهرت اوپیسودترلاسه کولوپه خاطربللی وو . کلارک دامریکا دځینوفرقه پالومثالونوپه وړاندې کولوسره وویل چې جونز نیت درلوددقرآن په وسوځولودخپل مذهبی دکان لپاره لا زیات ګاهکان جذب کړی .په عین حال کې دقرآن پآک دسوځونې له تراخې پیښې وروسته ډیرو شناندودهغه په سپیرولاسونودقرآن پآک سپکاوی دوحی دهغه ځواکمن کتاب داساس په وړاندې د اسلام د دښمنانودبې وسۍبله نښه بللې چې پخپلورغنده اوپه زړهّ پورې آیتونوسره ﺉې نړیوال افکارمسخّرکړی دی اوپه نړې کې داسلام دچټک اوحیرانونکی پراختیاسبب شوی دی .
ځینی کارپیژآندپه دې انددی چې په امریکااواروپاکې د اسلامی ګروهنې پرپراختیاسربیره په مسلمانوهیوادونوکې اسلامی ارزښتونوته ستنیدادمسلمانانوسپڅلتیاؤته دسپکاویوپه باب دامریکااوصهونیسټی بهیرونولپاره یوه بله انګیزه حسابیږی.لویدیځ په دې وسیله هڅه کوی څوعمومی دنړۍافکارپه غیرومسلمانوټولنوکې داسلامی ګروهنې اوپه اسلامی هیوادونوکې داسلام اصیل اساس اواصولوته دستنیدادوې څپې منحرفې کړی .
په لودیځ کې ډیرې خبری سرچینې په امریکااواروپاکې داسلامی ګروهنې دڅپې دپرپراختیااعتراف کوی .دانډیپینډینټ ورځپاڼې د راپورپه اساس داسلامی ضدتبلیغاتوسره سره په وروستیو کلونوکې اسلام ته دامریکااوانګلستان دسپین پوستوګروهنه،تر پام وړاندازې پورې زیاته شوې ده .لس کاله مخکې په سرشمیرنې کې د انګلستان دمسلمانانوشمیرڅوارلس زره تنه اعلان شوی ؤ چې دغه شمیره اوس یولک کسان اټکل کیږی .نیویارک ټاﺉمز ورڅپاڼې هم څه موده مخکې راپور ورکړی ؤچې په امریکاکې له اسلام سره دبۍځنډه ګروهنې څپه لاپه پراختیاده اوپه کال کې د مسلمانانودزیاتیدااحسایه کابودوه لکه تنه ده .دم ګړۍ دانګلستان د ټولومسلمانانوشمیرکابودرې میلیون اودامریکاﺉی مسلمانانو شمیر هم کابواته میلیون تنه اټکل کیږی .
داسلام غلیمان هڅه کوی څوداسلام دپآک دین ښکلاوې دنړۍ له خلکوپټې وساتې .خوکه تیری جونزدقرآن پآک آیتونه مطاعه کړی واﺉ ،نوپوه شوی به ؤچې اسلام اوحقیقی مسیحیت په مهمو اصولوکې له یوه بل سره مشترک نظرلری .ځکه چې دیوه واحد خدای له لورې دانسان لپاره رالیږل شوی دی .
دکینیډایوپوه ډاکټرګیری میلرGaryMillerترکلونوپورې د مسیحیت ددین پیروکارؤاودمسیحّیت یوفعال اومبلغ شمیرل کید.په لویدیځوهیوادونوکې اسلام ته دګروهنې په زیاتیداسره هغه فیصله وکړه قرآن ولولی څو پخپل ګمان پرتیروتنوﺉۍ پوه شی اودهغه باطیلیداثابته کړی . هغه واﺉی،هغه ورځ مې قرآن لوستل پیل کړل څوتیروتنې پکې راپیداکړﺉ شم.خوهرڅومره مې قرآن لوسة،نوله لازیاتوحقایقوسره بلدیدم چې ډیر ﺉې حیرانولم .باور مې هم نه کیداوپه دې ټکی پوه شوم چې قرآن ډیروهغومسﺉلواو چاروته پآم کړی چې په نوروآسمانی کتابونوکې ﺉې هیڅ نښې نښانې نه ښکاریږی اوپه دغه کتاب (قرآن ) کې هیڅ تیروتنه نشته . قرآن په پیاوړو،روښانه اوتل پاتې آیتونوسره انسانان پخپلو آیتونو کې تدبراوتفکر ته بولی . :.
دپوهنتون دغه استادچې دقرآن په مطالعې سره ې داسلام دین ومانهّ زیاتوی، د قرآن په لوستلوسره مې تمه درلوده دهغوپیښوپه باب چې دپیغمبرپه وړاندې رامینځته شوی لکه چې د هغه د ماندنې مړینه اودهغه دبچیانودژوندخبرې به پکې لیکل شوی وی ، خود زمادتمې په اپوټه دمریم په نامه دسورې په لیدوسره زماحیرانتیا ډیره رزیاته شوه .په غې سورې کې دحضرت مریم دعظمت اومتزلت په باب خبرې شوی دی . دا په داسې حال کې دی چې په انجیل او تورات کې دحضرت مریم په نامه یوه سوره هم نشته .پردې سربیره په قرآن پاک کې دحضرت عیسی نامه 25 ځله ذکر شوې ده.حال داچې داسلام دپیغمبرنامه کابوپنځه ځله یادشوې ده اوحتی په قرآن کې دپیغمبردمیرمن اولورپه نامه یوه سوره هم نشته .
حقیقت دادی چې قرآن پاک یوداسې نورانی مشال دی چې سپیڅلی وړانګوﺉې درسته نړۍزڼاکړې ده اوورځ په ورځ دغه رڼا اونورهم زیاتیږی .پر دې اساس څرګنده ده چې ددغه الهی کتاب سپکاوی به نه یوازې په مسلمانانو کې ددغه آسمانی کتاب نفوذ او مجبوبیت کم نه کړی بلکې غیر مسلمانان به هم وهڅوی څودخوره جامع اووروستی آسمانی کتاب په توګه دقرآن پآک په باب مطالعه وکړی څوپه ښه ډول ﺉې فکرروښانه شی او د ځان اودخپلوخپلوانو لپاره ترې ښه او غوره راتلونکی وټاکی