بېرته
اسلام آباد له نوی ډیلی سره ملګرتیاوی غواړی
د خپرېدو نېټه: 1390/05/19 0:0د خبر شمېره: 6297سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ایرکا د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیری میرمن حنا ربانی کهر ددغه هیواد په ولسی جرګه کې وویل د هندوستان او پاکستان چارواکې به په راتلونکې سپتامبر کې په خپله غونډه کې اتومی مسئلې وشاربی .
هغې وویل اسلام اباد له نوی ډیلی سره د ملګرتیاؤ نوی پړاو غواړی چې د دواړو لورو تر مینځ د خبرو اترو فضا هم باید د متقابل درناوی پر اساس وی .
نوموړی هندوستان ته د خپل وروستی سفر په سپیناوې کې وویل په دغه سفر کې له هندی چارواکو سره په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وشوی او مونږ په نوی ډیلې کې اعلان وکړ چې روانې خبرې اترې باید له کوم ځنډ پرته دوام ولری څو د اسلام آباد اونوی ډیلی تر مینځ موجود اختلافات آوار شی .
د پاکستان خارجه وزیری زیاته کړه هنداوپاکستان د نوی ډیلی په غونډه کې د ترهه ګرۍ او د 2008 م کال د ممبئ د بریدونو د عاملانو د محاکمې په اړه بحثونه وشول .