بېرته
د رهبرۍ د ستر مقام دفتر د ایران له خلکو وغوښتل چې د سومالیا له وچکالی ځپلو خلکو سره مرسته وکړی
د خپرېدو نېټه: 1390/05/24 0:0د خبر شمېره: 6359سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افریقا ښاخ سیمې هیوادونو په تیره سومالیا کې د سختې وچکالۍ له امله د رهبرۍ د ستر مقام دفتر د یوې اطلاعېې په خپرولو سره له ټولو ایرانیانو وغوښتل چې د سومالیا وچکالی ځپلو مسلمانانو مرستې ته ورودانګی .
په د ې اطلاعیه کې راغلی ، په دې ورځو کې چې د افریقا ښاخ هیوادونه په تیره سومالیا له سخت انسانی ناورین سره مخ ده او د نړیوالو ټولنو د بې پرواېې له امله په میلیونونو سومالیایی مسلمانان په تیره ښځې او ماشومان د لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دی ، نو د ایران له ملت څخه غوښتنه کیږی چې د رحمت او برکت په دې میاشت کې د سومالیایی مسلمانانو مرستې ته ورودانګی .
د سومالیا کابو 5 میلیونه مسلمانان د لوږې او قحطۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دی او په منځڼی ډول هره ورځ 740 تنه سومالیای ماشومان او غټان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی
د یونیسف د شمیرنو له مخې په تیرو دوو میاشتو کې کابو 30 زره ماشومانو په دغه هیواد کې خپل ژوند د لوږې او وچکالۍ له امله له لاسه ورکړئ دئ .