د ایران د اسلامی شورا د بهرنې سیاست او ملی آمنیت د کمیسون ویندویی کاظم جلالی وویل د موجودو شواهدو پر اساس امام موسی صدر ژوندی دی . نوموړی د امام موسی صدر د موضوع د تعقیب او د لیبیا د پیښو په اړه ددغه کمیسون د غونډی تر څنګ خبریالانو ته وویل د قذافی رژیم دامام موسی صدر د ځان او آمنیت د ساتلو مسئول دی او درست ثبوتونه او شواهد ددې ښودنه کوی چې هغه ژوندی دی . جلالی وویل امام موسی صدر د قذافی له دیکتاتور رژیم سره دی او قذافی د امام موسی صدر دوضعیت په اړه نړیوالې ټولنې ته ډ یر زیات دروغ ویلی دی چې یو یې هم د منلو نه دی . همدغه راز د ایران د اسلامی شورا د بهرنې سیاست او ملی آمنیت د کمیسون غړی جواد کریمی قدوسی هم وویل د لیبیا اوسنې وضعیت ته په پام سره په دغه هیواد کې د لیبیا لومړنی کار د امام موسی صدر د دوسیی تعقیبول دی ، امام موسی صدر د 1978 م کال د آګوست په 25 لیبیا ته ولاړه او له هغه ځایه یې ایټالیا ته د تللو نیت درلوده چې هیڅکله ایټالیا ته ونه رسیده اورک شو .