بېرته
د ټاکنو د کمېسیون لخوا بریالیو اعلان شویو وکیلانو لوړه وکړه
د خپرېدو نېټه: 1390/06/12 0:0د خبر شمېره: 6623سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ټاکنو د کمېسیون لخوا نویو بریالیو بلل شویو اتو تنو د ولسی جرګې د غړیو په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل ، خو له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف دا کار پوځی کودتا وبلله او سخت مخالفت یې ورسره وښود.په ولسی جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف ګواښ وکړ، تر هغه چې د کمېسیون لخوا د نویو بریالیو پېژندل شویو کسانو پر ځاى له جرګې وېستل شوی نهه تنه جرګې ته پرې نه ښودل شی ، دوى به په غونډو کې برخه وانه خلی .
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر کال د ولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او ملی شورا هم پرانېستل شوه ، خو وروسته له هغه چې لویې څارنوالۍ د ټاکنو پایلې ناسمې وبللې او ځانګړې محکمې 62 تنه معترض کاندیدان بریالی وبلل، ولسمشر بیا ددې موضوع په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته واک ورکړ.
دې کمېسیون تېره میاشت د ولسی جرګې نهه معترض کاندیدان بریالی اعلان کړل او پرېکړه یې وکړه ، چې د هغوى پر ځاى نهه تنه ، چې کمې رایې لری ، له جرګې څخه ووېستل شی.
له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف چې په 249 کسیزه ولسی جرګه کې 104 کسان لری، د کمېسیون له دې پرېکړې سره سخت مخالفت وکړ .
خو سره له دې نوی معرفی شوی اته تنه نن ولسی جرګې ته ورغلل او په هغه غونډه کې یې د لوړې مراسم تر سره کړل، چې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف کسان په کې نه و .
دغه راز امنیتی کسانو نن هغو نهو تنو ته جرګې ته د ننوتو اجازه ورنه کړه ، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې یې د جرګې غړیتوب له لاسه ورکړى دى .
له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف مشر حاجی ظاهرقدیر وویل : ((د ملت استازیو ته نن د ټوپک په زور د ملت کور ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.))
ده وویل چې ددې ایتلاف غړی د جرګې غونډې ته د نه ورتګ تر څنګ ، ځینې نور مدنی حرکتونه هم په پام کې لری ، چې د خپلو ملګرو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره به یې ترسره کړی .
دى وایی چې دغه ایتلاف به تر هغه خپلو مدنی حرکتونو ته دوام ورکړی، ترڅو چې هرڅه له قانون سره سم ترسره شی .
هغه زیاته کړه ،چې که د دوى له مدنی حرکتونو سره سره د ټاکنو د پایلو په اړه له قانون سره سم عمل ونه شی، نو د هر ډول پېښې پړه به د ولسمشر پر غاړه وی .
دغه ایتلاف وایی چې له قانون سره سم د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنو د کمېسیون په ګډون هېڅ ارګان د ټاکنو په پایلو کې د بدلون راوستو حق نه لری.
ده د ملګرو ملتونو له سرمنشی څخه وغوښتل ، چې په افغانستان کې خپل استازى ددې لپاره له دندې ګوښه کړی ، چې د ټاکنو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په وړاندې یې هیڅ غبرګون نه دى ښودلى .
باید وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی ستیفن دیمستورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستۍ پرېکړې هرکلى کړى و.
خو په دې جرګه کې د کونړ استازى مولوی شهزاده شاهد چې د ددې جرګې د اصلاح غوښتونکیو د ایتلاف په استازیتوب یې خبرې کولې ، وویل چې د ټاکنو د کمېسیون د وروستۍ پرېکړې ملاتړ کوی.
ده وویل چې د ولسی جرګې د ټاکنو د ستونزې د لرې کولو لپاره باید دغه پرېکړه پلې شی.
دغه ایتلاف د ولسی جرګې 106 غړی له ځان سره لری.
د ټاکنو د کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې ، په پکتیکا کې د ولسی جرګې د اوسنی وکیل عبدالقدیر پر ځاى محمود خان سلیمان خېل ، په بدخشان کې د عبدالولی نیازی پر ځاى څارنوال عبدالرووف ، په بغلان کې د محمدظاهر غنی زاده پر ځاى حاجی عاشق الله وفا، په سمنګانو کې محمدطاهر زهیر پر ځاى احمدخان سمنګانی ، په فاریاب کې د شاکر ګارګر پر ځاى ګل محمد پهلوان ،په هرات کې د سمین بارکزۍ پر ځاى رحیمه جامی او په همدې ولایت کې د رفیق شهیر پر ځاى نثاراحمد غوریانی ، په هلمند کې د مسعود خان نورزی پر ځاى معلم میرولی او په زابل کې د عبدالحبیب انډیوال پر ځاى حمیدالله توخی د لوړې مراسم ترسره کړل .
د لوړې په نننیو مراسمو کې د هرات استازی نثاراحمد غوریانی برخه نه لرله .
خو د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی وویل ، چې نثاراحمد غوریانی د یو لړ مصرفیتونو له امله غونډې ته نه و ورغلى.
ابراهیمی وویل ، چې جرګې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه پلې کړه او که تر دې وروسته کومه ستونزه رامنځته کیږی پړه به یې د حکومت پرغاړه وی .
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستې پرېکړې له مخې، نوی بریالی اعلان شوی وکیل محمودخان سلمیانخېل پژواک خبری اژانس ته وویل ، چې دى د کمېسیون له پرېکړې او د ولسی جرګې له نننی اقدام څخه ډیر زیات خوښ دى .
هغه وایی ، چې د کمېسیون او د ولسی جرګې دې اقدام وښوده ، چې په افغانستان کې قانون حاکمیت لری.
هغه زیاتوی : ((تر ډیرو منډو وروسته پرې وتوانېدو ، چې خپل قانونی حق تر لاسه کړو .))