بېرته
وریښمینودلاردریم فیسټیوال په بامیانو کې په لارواچول شو
د خپرېدو نېټه: 1390/06/26 0:0د خبر شمېره: 6739سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د وریښمینو د لار دریم فیسټیوال دبامیان ولایت درهبرشهید په ورزشی لوبغاړی کې په ډیر شوق سره د فرهنګپالو او جوانانو لخوا پیل شو چې تر اوسه پورې دوام لری.
په دغه فیسټیوال کې چې د پنجشنې په ماښام د سیمه ایز کلتور، د ننداره چیان د پام اړونې او د بامیانو د سیمه ایزو پیداوارو د پیژندنې په موخه ننداره چیانو ته نندارې جوړې شوې د بامیانو په سلګونو ځوانانو ، دولتی کارکوونکو او د بهرنیو او کورنیو موسسو استازو ګډون کړی وو.
اکبرمحمدی دبامیان ولایت د سوداګریزو ښوونو عامل مدیر وخت خبری آژانس ته وویل چې دغه فیسټیوال د پنجشنبې له ماښام څخه پیل شوی او د دریو ورځو لپاره د بامیان ولایت په مرکز ، د امیربند په ملی پارک او د یکه ولنګ په ولسوالۍ کې په لار اچول کیږی.
دهغه په وینا، دغه فیسټیوال د سیمه ایز موسیقی ،سیمه ایزې لوبې ، تیاتر، لوبې ،له تفریحو ځایو څخه لیدنې او لاسې صنایعواو سیمه ایزو تولیداتو له نندارې څخه عبارت دی .
ددې فیسټیوال په لار اچوونکی دیاد ولایت سوداګریز خونې ، داطلاعات او کلتور ریاست ،دپوهنتون ریاست ، ښاروالۍ او ایکوتوریزم چې مالی مرسته د آغاخان د بنیاد لخوا شوی.
دیادونې وړ ده چې دغه فیسټیوال له دریو کالو راهیسې داوړې په موسم کې دیادو ارګانونو لخوا دآغا خان په مالی مرستې په یاد ولایت کې په لار اچول کیږی.