بېرته
د کابل د وروستیو بریدونو او آی ایس آی د رول په اړه د امریکایی ورځپانې څرګندونې
د خپرېدو نېټه: 1390/06/27 0:0د خبر شمېره: 6761سرچینه: ایرکا خبری آژانس

یوې امریکایی ورڅپاڼې ولیکل امریکا د کابل په بریدونو کې د پاکستان د استخباراتی شبکې یا آی ایس آی د رول موندلو هڅې کوی .
د تهران پښتو رادیو له راپور سره سم وال سټریټ جورنال امریکایی ورځپاڼې ولیکل امریکا هڅه کوی چې په کابل کې د امریکا په سفارت او د ناټو په مرکز په وروستیو خونړیو بریدونو کې د پاکستان د استخباراتی شبکې رول کشف کړی .
د ورځپانې له راپور سره سم امریکا په دې برخه کې د اسنادو موندلو او ټولولو هڅې کوی چې دا په خپله د طالبانو او القاعدې په وړاندې په جګړه کې د دوو ملګرو هیوادونو په اړیکو کې د تاوریخوالی او بې باورئ ښودنه کوی .
دا امریکایی ورځپانه زیاتوی د امریکایانو دا اندیښنې او شکونه هره ورځ پیاوړی کیږی چې د دواړو هیوادونو د اړیکو ورځ تر بلې خرابیدل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل آی ایس آی او د حقانی شبکه چې د کابل په بریدونو کې په لاس لرلو تورنه ده .یو له بل سره نږدې کولای شی .
تر اوسه د پاکستان فوځ او آی ایس آی په دې اړه کوم غبرګون نه دئ ښودلئ البته د پاکستان حکومت د دې تورونو د ردولو تر څنګ ویلی دی چې که امریکا په دې اړه کوم سند لری اسلام آباد ته ېې دې وړاندې کړی تر څو دوی خپل عملیات تر سره کړی له بلې خوا په پاکستان کې د امریکا سفیر کمیرون مونتر هم د پاکستان له یوې رادیو سره په مرکه کې د حقانی شبکه د کابل په بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړه او ویلی ېې دی چې امریکا داسې اسناد په لاس کې لری چې د حقانی شبکه د پاکستان له حکومت سره اړیکې لری او هغه دې اړیکو ته د پای ورکولو غوښتنه وکړه .
له دې وړاندې د آمریکا دفاع وزیر لیون پانټا پاکستان تورن کړئ وؤ چې د حقانی شبکې په وړاندې اقدامات نه کوی .
له همدې امله امریکا اړه ده چې د کابل د وروستیو بریدونو غچ د حقانی له شبکې په وزیر ستان کې واخلی .
د حقانی شبکې مشر سراج الدین حقانی هم له رسنیو سره د یوې مرکې په ترځ کې د امریکا د دې تورونو د ردولو تر څنګ ویلی چې دا شبکه په پاکستان کې هیڅ کوم پټنځای یا مرکز نه لری او موږ په خپل هیواد افغانستان کې ځانونه ډیر ډاډه او امن احساسوو .
د حقانی شبکې مشر همداراز ویلی چې دوی هم د نورو طالبانوغوندې د طالبانو ترمستقیم امر لاندې دی او د طالبانو پرته به له دولت سره هیڅ راز خبرې اترې هم ونه کړی حقانی زیاته کړه موږ پخوا هم دا ډول تورونه په ځلونو ځلونو رد کړی دی .
دحقانی شبکې او آی ایس آی تر منځ د اړیکې په اړه باید وویل شی چې په دې کې کوم شک نه شته چې دا اړیکه شتون لری لکه څرنګه چې د طالبانو او طوری قبیلې تر منځ په جګړو او خبرواترو کې دا اړیکه ټولو ته څرګنده شوه چې څه ډول د حقانی شبکې له طوری قبیلې سره په اسلام آباد کې په خبرو اترو کې ګډون کاوه .
د طالبانو ،حقانی شبکې او امریکا اړیکې هم باید له پامه ونه غورځول شی که دا اړیکې نه وئ طالبانو څرنګه کولای شوئ درنې وسلې او 80 توغندی د امریکاسفارت ته څیرمه په یوه نیم کاره ودانې کې ځای پر ځای کړی او د امریکا سفارت او د ناټو مرکز د شپږو تنو طالبانو تر برید لاندې راشی .
د کابل وروستیو بریدونو ته باید په ستراتیژیک نظر وکتل شی امریکا کولای شی له دا ډول بریدونو څخه دستراتیژیک تړون د لاسلیکولو لپاره د کابل دولت تر فشار لاندې راوړی .
عاشق حسین طوری