د کابل ښار په نننی ځانمرګې برید کې یواځې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدین ربانی وژل شوى او معصوم ستانکزى ټپی دى . دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی او د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمی د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې . یادو حکومتی چارواکیو وویل چې د معصوم ستانکزی روغتیایی حالت د ډاډ وړ دى. دغه ځانمرګى برید نن ماښام مهال د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د استاد ربانی په کور کې وشو. د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمی د پېښې په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې یو ځانمرګې بریدکوونکی د استاد ربانی په کور کې ځان الوځولى خو بل بریدکوونکى امنیتی ځواکونو ژوندى نیولى دى . تر دې مخکې د برید په سیمه کې یوې امنیتی سرچینې چې نوم یې څرګند نه څرګند نه کړ پژواک خبری اژانس ته ویلی و چې په برید کې د سولې د عالی شورا درې نور غړی هم وژل شوی دی . ناتایید شوی راپورونو وایی چې ربانی د سولې د شورا له څو نورو غړیو سره په خپل کور کې د طالبانو له دوو مهمو کسانو سره د سولې په اړه خبرې کولې چې دغه پېښه رامنځته شوه . ویل کیږی چې دغه برید د طالبانو د یادو کسانو لخوا شوى او چاودېدونکی توکی یې په پګړۍ کې ځاى پرځاى کړی و. ددی برید مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستى. یاده سیمه اوس ماښام مهال ( 8:30 ) بجې امنیتی ځواکونو کلابند کړې او لږ مخکې د استاد ربانی له کور څخه درې امبولانسونه راووتل . په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شی. استاد برهان ربانی د جمعیت اسلامی مشر ، د افغانستان پخوانى ولسمشر، په تېره دوره کې د ولسی جرګې غړى او دا مهال د سولې د عالی شورا مشرو.