بېرته
احمدی نژاد د استاد ربانی د شهادت په مناسبت افغان ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
د خپرېدو نېټه: 1390/06/30 0:0د خبر شمېره: 6809سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی ایران ولسمشر خپل افغان همڅنګ ته په پیغام کې د افغانستان د سولې د لوړې شورا د مشر برهان الدین ربانی د شهادت په مناسبت افغان حکومت او ملت ته تسلیت وړواندې کړ .
د ایرنا له راپور سره سم ښا غلی محمود احمدی نژاد نن حامد کرزی ته په یوه پیغام کې د استاد ربانی په شهادت د خواشینۍ په څر ګندولو سره وویل بې شکه د افغانستان د خلکو له حا کمیته ، سولې ، د ملی ایډیال د پرمختګ او خپلواکۍ په دفاع کې د هغه لوړ رول د پلان شوی تر هه ګرۍ د خوښې وړ نه وو او د هغه ترور یې په خپلې ایجنډې کې راوسته .
د افغانستان د سولې د لوړې شورا مشر برهان الدین ربانی پرون مازیګر له څلورو نورو کسانو سره یو ځاې په کابل کې په خپل کور کې په ځان وژونکی حملې کې شهید شو .
طالبانو د هغه د ترور مسو لیت منلې دې .
د هغه په ترور پسې د بیلا بیلو هیوادونو مسو لانو دغه ترور وغنده .