بېرته
مشعل:داستاد ربانی د وژنې اسناد مودپاکستان سفارت ته ورکړی
د خپرېدو نېټه: 1390/07/09 0:0د خبر شمېره: 6933سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دملی امنیت د عمومی ریاست چارواکی وایی چې د سولې عالی شورا رییس او دافغانستان د پخوانی ولسمشر برهان الدین ربانی د وژنې اسناد او شواهد یې د پاکستان سفارت ته په کابل کې ورکړی.
لطف الله مشعل د ملی امنیت ویاند په یوه خبرې ناسته کې رسنیو ته وویل: «کوم کسان چې نیول شوی مونږ ته یې داسې معتبر شواهد او اسناد راکړی چې د دې وژنې اړیکه په مستقیمه توګه د کویټې شورا ته ورکوی.»
هغه زیاته کړه :«اسناد او شواهد مو د پاکستان سفارت ته په کابل کې ورکړی ، تمه ده چې د پاکستان دولت په دې اړه اجرات وکړی.»
مشعل زیاته کړه :«د استاد ربانی د وژنې طرح د کویټې د ستلی ټانګ په ښارګوټې کې چرته چې د امنیتی ادارو د نه خبرولو په وخت کې هیڅ هوډ نه نیول کیږی ، نیول شوی دی.»
لطف الله وویل چې د استاد ربانی او عصمت الله په نامه د بریدکوونکی لیدنه بی له دې چې د ملی امنیت چارواکی په جریان کې واچول شی نیول شوې وه ، په داسې حال کې چې که ددولت هر مخالف له دولت سره د پخلاینې لپاره تیاریده نو مخکې له هر څه نه د هغه نوم ملی امنیت ته ورکول کیده.
هغه زیاته کړه چې د ملی امنیت ریاست دا خپل مسوولیت ګڼې چې د هغه وسله والو په اړه چې له دولت سره یوځای کیږی پلټنې او څیړنې وکړی خو د په یاده پیښه کې ملی امنیت په جریان کې اچول شوی نه وو.
دیادونې وړ ده چې وروسته له هغې چې وسله والو وویل چې ددوی لخوا دالبدر په نامه عملیات پیل شوی زنځیری وژنې هم پیل شوې چې په هغه کې د کندهار د امنیې پخوانی قومندان خان محمدمجاهد، احمدولی کرزی،جنرال داود،جنرال عبدالرحمن سیدخیلی،هاشم وطنوال،ملک زرین،جان محمدخان او استاد ربانی ډیر مشهور کسان وو چې ووژل شول.