بېرته
افغانستان دملګروملتونو ر اپور رد کړ
د خپرېدو نېټه: 1390/07/19 0:0د خبر شمېره: 7103سرچینه: ایرکا خبری آژانس

افغانستان دملګروملتونو ر اپور رد کړ .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان حکومت نن دملګروملتونو هغه راپور رد کړ چې پکښې تور لګول شوی چې افغان حکومت په سیسټاماټیک ډول نیول شوی کسان شکنجه کوی .
دافغانستان حکومت دغه تور جعلی بللی .
دافغانستان دکور نیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل دغه وزارت هغه ټول تورونه چې دملګروملتونو په راپور کښې لیکل شوی او وایی دافغانستان دملی پولیسو په بند کښې نیول شوی کسان شکنجه کول کیږی ردوی .
دافغانستان داستخباراتو وزارت هم دملګروملتونو دغه راپور رد کړی دی .
دافغانستان داستخباراتو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل چې دوې په زندانونو کښې په بریښنا سره دنیول شویو کسانو شکنجه کول ، دنوکانو ایستل او دجنسی تیری دګواښ په شمول دملګروملتونو تورونه ردوی .
په افغانستان کښې دملګروملتونو مشن یوناما پرون وویل چې دوې دافغانستان دپولیسو لخوا دپلټنې درودو داستعمال په هکله ثبوت لری کوم چې له نړیوال قانون سره سم شکنجه او دافغانستان له قانون سره سم جرم ګڼل کیږی .
دافغانستان طالبانو ډلې دملګروملتونو د دغه راپور هرکلی کړی .