بېرته
پنجشیر کې د ځانمرګی بریدونو له کبله دبریدکوونکو په ګډون 9تنه مړه او ژوبل شوی
د خپرېدو نېټه: 1390/07/23 0:0د خبر شمېره: 7142سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دپنجشیر ولایت د عنابې په ولسوالۍ کې نن سهار پنځه بجې د ځانمرګی بریدونو له کبله دوه ملکی کسان مړه او دوه افغان ساتونکی ټپیان شوی دی.
وویل کیږی چې پنځه تنه برید کوونکی په پنجشیر کې د پی آر ټی پر مرکز بریدونه کړی.
د پنچشیر والی کرام الدین کریمی وخت خبری آژانس ته وویل چې نن سهار پنځه بجې پنځه تنه ځانمرګی بریدو کوونکی د عنابې په ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو پر کمپ کوم چې د پی آر ټی په چوکاټ کې کار کوی بریدونه کړی.
هغه زیاته کړه چې په دې بریدونو کې 2 ملکی کسان مړه او د یاد مرکز دوه ساتوونکی ټپیان شوی دی .
د کریمی په وینا چې لومړی یو بریدکوونکی د سرف موټر په واسطه د مرکز دروازه کې برید وکړ او وروسته څلور تنه نور چې په وسلو او ځانمرګی واسکټونو سمبال وو مرکز ته ننوتل چې درې تنه یې ځانو ته چاودنې وکړې او یو تن یې د ساتوونکو لخوا ووژل شو.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وخت خبری آژانس ته د ټیلیفون په لیکه وویل چې
دپنجشیر په ولایت کې دځانمرګی بریدونو له امله 43تنه امریکایی سرتیری مړه او ټپیان شوی دی .
هغه زیاته کړه چې نن سهار 5 بجې دپنجشیر ولایت رخه ولسوالۍ دښت لنګرخان سیمه کې په میشت امریکایی پی آر ټی مرکز باندې پنځه تنه ځانمرګی برید کوونکی هریومحمدسهیل ،مصطفی ، عبدالسلام ،بلال او خالد چې ټول دپنجشیر ولایت اوسیدونکی وو بریدونه کړی.
مجاهد زیاته کړه چې په دې بریدونو کې اته کروزین موټرونه هم ویجاړ شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په پنجشیر کې ځانمرګی بریدونه کیږی ، دوه میاشتې مخکې دپنجشیر ولایت د دره په ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی وو چې په هغه کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .